Language

ننګرهار کې یوې مېرمنې ځان‌وژنه کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغللي، لومړني معلومات ښيي چې د پېښې اصلي لامل کورنۍ تاوتریخوالی و.

خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې څخه وروسته د امنیه قومندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت تخنیکي ټیم ساحې ته تللی، او موضوع یې د مسلکي څېړنو او معایناتو له لارې تر جدي څېړنې لاندې نیولې ده.

د امنیتي بنسټونو څېړنې لا هم روانې دي تر څو قضیه په بشپړ ډول وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام له نظره ځانه وژنه حرام او منع ده.

امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د کورني تاوتریخوالي پر ځای دې د ستونزو د حل لپاره له دیني علماوو، قومي مشرانو او قانوني لارو چارو ګټه واخلي.

سرچینې زیاته کړې،  تاوتریخوالي هر ډول بڼه نه یوازې د کورنۍ د سولې او سکون د له منځه وړلو سبب ګرځي، بلکې د ناوړه پېښو د رامنځته کېدو لامل هم کېږي.