کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، هر هغه شرکت یا انفرادي متشبث چې د سړو خونو جوړولو برخه کې پانګونه کوي، پنځهکلن مالياتي معافیت ورکول کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسيون غونډه کې د غزني په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او کارخونې جوړولو طرحه تایید شوه.
سرچینه لیکي: «افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو د سړو خونو د نشتوالي او ګاونډیو هېوادونو له لوري پر کرنیزو محصولاتو موسمي تعرفې لوړولو او سوداګریزو لارو بندولو یې ملي اقتصاد، کرنیز محصولات او بزګران له مالي زیانونو سره مخ کړي دي.»
د سرچينې په وینا، د یادو ستونزو د مخنيوي په موخه هر هغه شرکت یا انفرادي متشبث چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي، پنځه کلن مالياتي معافیت ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې ویلی وو چې په هېواد کې نږدې ۳۰ سلنه تازه مېوې او سبزیجات د معیاري سړو خونو نشتوالي او د صادراتي لارو بندېدو له امله خرابېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP