Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«پر قطر د اسرائیلو برید او نور خصمانه اقدامات په سیمه کې د اړیکو عادي ‌کولو هڅې ګواښي»

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): په دوحه کې د «عربي ـ اسلامي ځانګړې ناستې» د پرېکړه‌لیک مسوده کې پر قطر د اسرائیلو برید د نړۍ له سولې سره دښمني یاده شوې او ټینګار شوی چې دغه برید او نور «خصمانه اقدامات» په سیمه کې د یووالي او د اړیکو عادي‌ کولو هڅې ګواښي.

اسرائیلو تېره اونۍ د سه ‌شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ پر مذاکره‌کوونکي پلاوي برید وکړ؛ د قطر حکومت دغه اقدام د دغه هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی او په کلکه یې غندلی دی.

دغه برید په ټوله نړۍ کې د یوه داسې اقدام په توګه وغندل شو چې کولای شي په سیمه کې کړکېچونه لا ډېر کړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دغه برید وغانده.

د رویټرز د راپور له مخې، پرون (یک‌شنبه) د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته پر قطر د اسرائیلو د برید په تړاو د پرېکړه‌لیک یوه طرحه وړاندې شوې او یوه برخه یې د دې رسنۍ له لوري لیدل شوې ده.

په دې طرحه کې لیکل شوي: «پر قطر د اسرائیلو وحشیانه برید او د اسرائیلوخصمانه اقدامات لکه نسل‌وژنه، قومي حذف، لوږه، محاصره، استعماري فعالیتونه او پراختیا غوښتونکي سیاستونه، د سیمې سوله او یووالی ګواښي.»

د یادې طرحې له مخې، دغه اقدامات «د اوسنیو او راتلونکو هوکړو په ګډون هر هغه څه چې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي ‌کولو په لاره کې ترلاسه شوي» ګواښي.

ورته مهال، د قطر لومړي وزیر شیخ‌محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني پرون ویلي چې د اسرائیلو کړنې به له مصر او امریکا سره د دوحې د منځګړیتوب د هڅو خنډ نه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د اسرائیلو پر برید خواشیني څرګنده کړې، ویلي یې دي چې دغه برید د اسرائیلو او امریکا د اهدافو د تحقق په موخه نه دی ترسره شوی.

نوموړي قطر یو نږدې متحد بللی چې د سولې د منځګړیتوب لپاره ډېره هڅه کوي.

د یادونې ده، د قطر د لومړي وزیر سلاکار او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري ویلي وو، دوحه به نن (دوشنبه) د «عربي ـ اسلامي ځانګړې ناستې» کوربه وي او په هغې کې به د سیمې وروستۍ پېښې او پر قطر د اسرائیل د برید په اړه د پرېکړه‌لیک طرحه وڅېړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.