Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلیلزاد: اسلام‌اباد دې د جګړې پر ځای سیاسي تګلاره خپله او مذاکرات دې پیل کړي

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالي سخت تلفات اړولي او که اسلام‌‌اباد لا هم پر نظامي حل‌لارې باور لري، اشتباه کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالی د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د پام وړ تلفاتو لامل شوی دی.

هغه زیاته کړې: «که د پاکستان حکومت فکر کوي چې د دې ستونزې لپاره نظامي حل‌لار شتون لري، نو تېروتنه کوي؛ زه هيڅ قانع‌کوونکي ستراتیژي نه‌ وینم.»

د خلیل‌زاد په باور، وخت یې رارسېدلی چې اسلام‌اباد سیاسي تګلاره خپله او مذاکرات پیل کړي.

هغه ویلي چې افغانستان باید په داسې مذاکراتو کې له پاکستان سره مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.