کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې د چټک توپاچوونکي نوینالحق د اوږې ټپ لا هم بشپړ نه دی رغېدلی چې له امله یې د اسیا جام له روانو سیالیو بهر او پر ځای یې عبدالله احمدزی راوستل شو.
کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اړوند ډاکټرانو د راپور پر بنسټ، د نوینالحق د اوږې ټپ لا هم بشپړ نه دی رغېدلی چې له امله د اسیا جام له روانو سیالیو بهر شو.
خبرپاڼه کاږي چې نوینالحق به د ډاکټر له سپارښتنې سره سم د غوره درملنې په موخه انګليستان ته ولېږل شي او هلته به یې درملنه د یوه نړۍوال متخصص تر څارنې لاندې ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې، د نوموړي پر ځای بل ځوان او تکړه تېز توپاچوونکی عبدالله احمدزی چې له دې مخکې د احتیاطي لوبغاړو په نوملړ کې و، لوبډلې ته شامل شو.
د یادونې ده، افغانستان به د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سبا له بنګلهدېش سره ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP