Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د غزني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ میاشتنۍ دښمني حل او فصل شوه.

د غزني د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي جان‌محمد مومن پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۱۵ میاشتې مخکې د ګیلان ولسوالۍ د اغوجان کلي د دوو کورنیو ترمنځ لفظي لانجه په فزیکي شخړه اوښتې وه چې په‌کې یو کس وژل شوی و.

هغه زیاته کړه چې تېره ورځ ناوخته د قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړیتوب د یادو دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.

نوموړي زیاته کړه، په جرګه کې دواړو خواوو د خبرو او مشورو له لارې هوکړه وکړه چې د قاتل کورنۍ به د مقتول کورنۍ ته د وینې د بدل په توګه ۱،۸۰۰،۰۰۰ (یو میلیون او اته لکه) افغانۍ ورکوي.

د هغه په وینا، دا پرېکړه د دواړو خواوو له لوري ومنل شوه او یوه او بل ته یې بښنه وکړه.

یوه منځګړي او قومي مشر فیض‌الله وویل، له شاوخوا یونیم کال راهیسې د دوو کورنیو ترمنځ جنجال رامنځته شوی و، هيڅ لوري نه شوای کولای په خپلو سیمو کې په ډاډه زړه ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به دواړه خواوې د سولې او ورورګلوۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي او په ښو چارو کې به یو بل ته لاس ورکوي.

په دې جرګه کې یوه دیني عالم ملا عبدالعلیم وویل، یووالی او همغږي ټولنه له بدبختیو ژغوري، فاصلې، اختلافات او کرکې کموي او په ټولنه کې د دوستۍ او همپالنې فضا رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه، یووالی او همغږي د یوې ټولنې د بریا کیلي ده او ټولنه هغه مهال پرمختګ ته رسېږي چې هغه یووالی او همغږي ولري.

د یادو کورنیو یوه غړي میرجان وویل، دوی شاوخوا یونیم کال په شخړو کې تېر کړي او نن خوښ دي چې ترمنځ یې روغه وشوه.

هغه ژمنه وکړه چې بیا به هيڅکله یو بل ته د زیان اړولو هڅه ونه کړي او د تل لپاره به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د نیازي قوم د دوو کوچي کورنیو ترمنځ دوه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.