Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۱ کیلومتره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): غزني کې ځايي مسوولین وایي چې د ۴۴۸ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ناوې او مقر ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي نږدې ۲۱ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.

دغه سړک د مقر ولسوالۍ له بازاره پیل او د ګیلان ولسوالۍ تر جهانګیر بازار پورې رسېږي او ټاکل شوې د بیارغونې چارې یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

د غزني د ټولګټو رییس مولوي عبدالقدیر بلال د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې دغه سړک نږدې ۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ۴۴۸ میلیون افغانۍ لګښټ پرې راځي چې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه به د خلکو لپاره د تګ راتګ ستونزې په اساسي ډول حل کړي.

د نوموړي په خبره چې د سړک جوړېدو پر مهال به په ورځني ډول ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د ناوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي عبدالصمد په دې اړه پژواک ته وویل: «موږ له کلونو راهیسې د دې لارې د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ یو؛ دا لاره د غزني تر مرکز پورې ۱۶۵ کیلومتره ده، چې د خرابوالي له امله یې تر مرکز غزني پورې له نهو تر لسو ساعتونو پورې مزل ته اړ کېږو. اوس به د دغه سړک په جوړېدو سره زموږ ډېرې ستونزې حل شي.»

د ګیلان ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي محمدنواز بیا د ناروغانو د لېږد ستونزې یادې کړې ویې ویل: «کله چې به موږ ناروغان روغتون ته وړل، د خرابې لارې له امله ډېری ناروغانو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکاوه.»

دغه سړک به د غزني د ګیلان، مقر او ناوې ولسوالیو سربېره د زابل او پکتیکا ولایتونه هم سره ونښلوي او په سیمه کې به د ترانسپورآي اسانتیاوو ترڅنګ د اقتصادي فعالیتونو لپاره هم نوې لارې پرانيزي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.