Language

بامیان کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

بامیان (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه پرون ماښام د بامیان د مرکز په «دهن اهنګران» ساحه کې د یوه فیلډر موټر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې د موټرسایکل دوو سپرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه په وینا، دویمه پېښه په ورس ولسوالۍ کې د یوه ټونس موټر چپه کېدو له امله شوې چې یو کس په کې مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د یادې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښودل شوې دي.