Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کندهار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): کندهار ولایت کې ځايي سرچينې وایي چې د دغه ولایت د مرکز او ژېړۍ ولسوالۍ ترمنځ د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه پېښه نن له غرمې مخکې د کندهار ښار او ژېړۍ ولسوالۍ ترمنځ د باغ پل په سیمه کې رامنځته شوې ده.

یوه عیني شاهد سیدولي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه موټر له پنبې بار وو او پر یوه رېکشا ور چپه شوی دی.

دی وایي چې په دغه پېښه کې د رېکشا چلوونکي او ورسره سپور زوی یې دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

امنیتي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.