Language

سمنګان کې د ډبرو سکرو د دوو کانونو لوېدو پېښو کې دوه کارګر مړه شوي

ایبک (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دره‌صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د دوو کانونو لوېدو پېښو کې دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وايي، نن سهار او تېره شپه د دره‌صوف بالا ولسوالۍ په «شباشک شیخه» کلي کې د ډبرو سکرو دوه کانونه لوېدلي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو پېښو کې دوو کان کیندونکو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په سمنګان کې د ډبر سکرو کانونو لوېدو پېښو کې کارګرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.