Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی

میمنه (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د فاریاب امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د احمدشاه په نوم د دغه ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی د دې ولسوالۍ د بل اوسېدونکي شېراحمد له لوري د میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

هغه د دې پېښې انګېزه شخصي دښمني او انتقام اخیستل بللي دي.

د سرچینې په خبره، ۱۷ کال مخکې وژل شوي احمدشاه، د قاتل شېراحمد پلار وژلی و.

مرادي وویل چې قاتل له سیمې تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.