Language

فاریاب کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

میمنه (پژواک، ۲۵ وږی ۲۰۲۴): د فاریاب د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په چهل‌ګزي ولسوالۍ کې د ۵،۸۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حمیدالله ارشاد پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده ودانۍ د چهل‌ګزي ولسوالۍ هزاره لیسې لپاره د ماشومان څخه د ملاتړ موسسې په مالي مرسته د ۵،۸۳ میلیون افغانیو په لګښت د «جوزجان خراسان» شرکت له لوري جوړیږي.

ارشاد زیاته کړه، د یادې ودانۍ په جوړېدو به ۲۸۸ زده‌کوونکي د زده‌کړو له خوندي چاپېریاله برخمن شي.

د هغه په وینا، یاده ودانۍ په یوه پوړ کې جوړیږي چې ۸ درسي ټولګي، اداري شعبه، لابراتوار، د برښنا لمریز سیستم، د تشناب ۷ غرفې او نور ضروریات په کې شامل دي.

Related Topics