Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن افغانستان خپله دویمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوريزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ لوبه به نن ماښام اووه بجې پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبغاړو د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تېره شپه تمرینات ترسره کړل.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته ماته ورکړه.

د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

د یادونې ده، افغان لوبډله به په اسیا جام کې خپله درېیمه لوبه د سپټمبر په ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.