Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: بامیان کې د ګرځندویانو لپاره د یوه هوټل جوړولو چارې پیل شوې

بامیان (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «سربازار غلغه» سیمه کې د ګرځندویانو لپاره د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د یوه هوټل جوړولو چارې پیل شوې.

د بامیان ښاروال مولوي روزي‌محمد افکار د دغه هوټل د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې وویل چې دغه هوټل بهرني ګرځندویانو او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو، د کاري فرصتونو برابرېدو او د ښاروالۍ د عوایدو زیاتېدو په موخه جوړوي.

هغه زیاته کړه چې دغه پروژه اته میلیونه او ۲۴۹ زره افغانۍ لګښت لري چې د بامیان د ښاروالۍ له بودجې ورکول کېږي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

هغه څرګنده کړه: «د بامیان ښاروالۍ سږ کال شاوخوا ۶۰ میلیون افغانۍ پراختیايي بوجه په پام کې نیولې چې پکې د شاملو ځینو پروژو چارې روانې دي او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ځینې نورې پروژې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.»

په همدې حال کې، د بامیان د والي ویاند مولوي محمدانس عزیز وویل چې اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره کار کوي او د پرختیايي پروژو په تطبیق کې به هیڅ هڅه ونه سپموي.

هغه زیاته کړه چې د ښاروالي اړوند د پروژو عواید به د بامیان ښار په پراختیا او بارغونه کې ولګول شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.