Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان لومړی وزیر له ټرمپ سره ګوري

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر به د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر سره وګوري.

د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون نن د سرچینو له قوله په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د سپټمبر په ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې به د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم ګډون ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د سعودي عربستان او قطر په مشوره، ملاتړ او تایید سره ترسره کېږي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به د پاکستان او هند پر وضعیت هم خبرې په‌کې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.