Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رشتیا: افغانستان د اوسپنې د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته رسېدلی

خوست‌ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د اوسپنې ويلې کولو اتحادیې رییس وايي چې تر اوسه د هېواد د اوسپنې ويلې کولو سکټور کې شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه شوې او ۷۰ زره کسانو ته په‌کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د اوسپنې ويلې کولو اتحاديې اجرائيوي رييس عبدالنصير رشتيا چې نن (د وږي ۲۵مه) یې په خوست کې د اوسپنې ويلې کولو يوې نماينده‌ګۍ پرانیستغونډې ته خبرې کولې وويل، دا مهال په افغانستان کې د اوسپنې ويلې کولو ۴۵ لويې کارخونې فعالې دي.

نوموړي وایي: «په دغه سکتور کې موږ ۵۰۰ ميليونه ډالر پانګونه کړې چې ۲۰ زره کسانو ته په‌کې په مستقيم ډول د کار زمينه برابره ده او ۵۰ زره نور په غيرمستقيم ډول په دې برخه کې په کار مصروف دي.»

عبدالنصير رښتيا وويل چې د اوسپنې ويلې کولو په دې کارخونو کې ګاډر، اينګلارن، ګول سیخ او نور بېلابېل اوسپنيز توګي توليديږي چې تېر کال ۱۵۰ زره ټنه اوسپنه ترکمنستان او ۶۰ زره ټنه پاکستان ته صادر شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دا مهال افغانستان د اوسپنې له پلوه پر ځان بسيا دی او په دې برخه کې د وارداتو کچه صفر ته رارسېدلې ده.

هغه زياته کړه: «زموږ توليدات الحمدالله چې د نړۍوالو معيارونو مطابق دي؛ يعنې زموږ رقيب اوس روسيه هېواد دی، يانې ګاونډي هېوادونه موږ سره د کيفيت او د معياراتو برخه کې رقابت نه شي کولای.»

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، دوی پلان لري چې په راتلونکي کې د اوسپنې ويلې کولو په يادو کارخونو کې د رېل پټلۍ او اهن‌چادر هم توليد کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.