Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ۷۱ ميليون افغانیو په لګښت د ۱۱ پروژو چارې پیل شوې

جلال‌اباد ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۷۱ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱ پروژو چارې پیل شوې.

په دغو پروژو کې چې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم پلې کېږي د روغتيا برخې، د استنادي دېوال، ښوونځيو، جوماتونو، د اوبو رسولو شبکو، پلونو او سړکونو جوړول او ترميم شامل دي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن د دغه ولایت مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت معين محمداسماعيل غزنوي په دغه ولايت کې د ۷۱ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱ پروژو د چارو پرانيسته وکړه.

خپرپاڼه کې ویل شوي، دغه پروژې د یاد ولایت د دوربابا په ګړوکو سيمه کې د ۷۰۰ متره استنادي دېوال د چارو په پیلېدو سره پیل شوې.

د ننګرهار مرستيال والي ویلي چې دغه پروژې د اسلامي امارت مشرتابه په حکم پيل شوې چې په کې د روغتيا، استنادي دېوال، ښوونځيو، جوماتونو، د اوبو شبکو، پلونو او سړکونو جوړول او ترميم شامل دي.

دغه‌راز، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو معين ویلي چې د دې پروژو په بشپړېدو سره به د دوی تر چتر لاندې د نورو پروژو چارې هم پيل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.