کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ نوي وزیر ویلي چې ویاندویان باید په خبر رسونه کې دقت، تحلیل، حقیقت، احتیاط او یووالی په نظر کې ونیسي او هغه څه نشر کړي چې له اسلامي ارزښتونو او د نظام له نشراتي پالیسیو سره سمون ولري.
شېخ شیراحمد حقاني څه باندې دوې اونۍ مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شو. هغه تر دې مخکې د لغمان د والي په توګه دنده تر سره کوله.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغه نن د مرکزي ادارو له ویاندیانو او مطبوعاتي مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه. دغه غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له لوري جوړه شوې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېخ شیراحمد حقاني په دغه ناسته کې ویلي: «زموږ او ستاسو مسؤولیت د نظام فعالیتونه، لاسته راوړنې او پرمختګ خپرول دي، ویاند د خپلې ادارې د فعالیتونو د خپرولو مسؤول دی، ویاند باید په خبر رسونه کې دقت، تحلیل، حقیقت، احتیاط او یوالی په نظر کې ونیسي.»
هغه له ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو غوښتي څو هغه مواد نشر کړي چې د اسلامي ارزښتونو او د نظام له نشراتي پالیسیو سره سمون ولري.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي د مرکزي او ولایتي ویاندویانو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی او ویلي دي: «د راپورونو خپرول په عامه افکارو مثبتې او منفي اغېزې لري او ویاندویان باید هغه راپور نشر نه کړي چې منفي اغېزې ولري.»
د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل هم په یاده ناسته کې خبرې کړي او ویلي یې دي چې ویاندویان او مطبوعاتي مسوولین دروند مسوولیت لري.
هغه زیاته کړې: «دوښمن پراخه امکانات لري، اخلاقي برخې ته پاملرنه نه کوي او ناسم راپورونه نشروي نو ځکه خلک پرې بې باوره دي، ویاندویان باید د خلکو د باور ساتنه وکړي او له رسنیو سره اړخیزه همکاري او همغږي ولري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP