کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن د پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري.
د اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه د بنګلهدېش او افغانستان لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې افغان لوبډلې د اتو منډو په توپیر د دې سیالیو خپله دویمه لوبه بنګلهدېش ته وبایله او سبا به په دې پړاو کې خپله درېیمه او وروستۍ لوبه له سریلانکا سره وکړي.
خو نن په الف ګروپ کې د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ لوبه ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د ماښام اووه بجې پیل شي.
د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ لوبډلې سره لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP