Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېټانیا د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره درې میلیون پونډه اضافي مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، لندن په دې برخه کې د بشري برخې فعالو شریکانو د ملاتړ لپاره درې میلیون پونډه اضافي مرسته کوي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایوت کوپر په بیانیه کې راغلي چې د افغانستان ختیځو لرو پرتو او زیانمنو سیمو ته د ژغورونکو ډلو له رسېدو سره د اوښتو زیانونو او بشري اغېزو کچه په ډاګه شوې ده.

نوموړې څرګنده کړې: «له همدې امله برېتانیا درې میلیونه پونډه اضافي مرسته د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، نړۍوال سره صلیب، افغان ایډ او د جګړې ماشومانو ته د مرستې رسولو سازمان په ګډون د هغو بشردوستانه شریکانو د ملاتړ لپاره ورکوي چې په دې برخه کې فعال دي.»

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د برېتانيا د نورو بشري مرستو په څېر به دا بودجه هم نړۍوالو سازمانونو او د برېتانيا ولسي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې مصرف شي.

د ده په وينا، دغه بودجه چې د يادو شريکانو له لارې ورکول کېږي، روغتيايي خدماتو، پاکو اوبو او بېړنۍ سرپناه ته د افغانانو لاسرسی تضمينوي.

ایوټ کوپر څرګنده کړې چې د ژمي په رانږدې کېدو سره دا ډېره اړينه ده چې د دې فاجعې له امله د زيانمنو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ګډې هڅې وشي.

د یادونې ده، شاوخوا دوه اونۍ مخکې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولايتونو کې د ريښتر په کچه ۶ درجې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر تلفات او زيانونه يې په کونړ کې واړول.

مخکې له دې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر رييسې روزا اوتونبایوا خبرداری ورکړی و چې که نړۍوالې مرستې ورسره ونه شي، د افغانستان ختيځ زلزله‌ځپلي به راتلونکی ژمی په ډېره سختۍ تېر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.