پلعلم (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د لوګر د پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې د یونیسف ادارې له خوا ۱۷ زره نجونو او هلکانو ته د سیمهییزو ټولګیو له لارې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ټولګي د پوهنې وزارت په همغږۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په لرو پرتو سیمو کې جوړ شوي چې د درسي توکو ورکولو ترڅنګ پهکې ۹۶۳ ځوانان د ښوونکي په توګه پر دندو ګومارل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو سیمهییزو ټولګیو په جوړېدو سره شاوخوا ۱۷ زره ماشومانو ته په خپلو سیمو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د لومړنیو زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د نوموړي په خبره، دغه جوړ شوي ټولګي د رسمي ښوونځیو په څېر دي، د پوهنې وزارت رسمي نصاب په کې تدریسېږي او له لومړي تر شپږم ټولګي زدهکوونکي زدهکړې پهکې کوي.
بلخوا، د پلعلم یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، تېر کال په لوګر کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې زر سیمهییز ټولګي پرانيستل شوي وو او شاوخوا ۳۰ زره نجونو او هلکانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوې وه.
هغه زیاته کړه، سږ کال نړۍوالو بنسټونو په لوګر کې د زدهکړو ټولګي راکم کړي او له نړۍوالو بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې د پخوا په شان د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې نجونو او هلکانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP