Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ ۱۰۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶۷ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، له تېرې ورځې راهیسې په غزه کې د اسرائيلو په هوايي او ځمکني بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶۷ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې د غزې ښار د اوسېدونکو له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیل له لوري پر دوی سخت او بې‌وقفې بمبارونه شوي؛ ځکه اسرائیل خپل ځمکني بریدونه ډېر کړي او زرګونه کسان یې تېښتې ته اړ کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائیل له لوري بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه‌راز، د ترکیې اناتولي اژانس نن د غزې د عامې روغتیا د مسوولینو له قوله راپور ورکړی چې په «تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو بریدونو کې ۱۰۶ کسان شهیدان او ۳۶۷ نور ټپیان شوي دي.»

سرچینې زیاته کړې چې ډېری قربانیان لا تر خاورو لاندې یا پر سړکونو پراته دي او ژغورونکې ډلې هغوی ته د رسېدو امکانات نه ‌لري.

د الجزیرې په راپور کې راغلي چې پر غزه د اسرائیلو بریدونو له پيله راهیسې نږدې ۶۵ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۶۵۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عربي - اسلامي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزه چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په دوحه کې جوړه شوه، د «اسرائیلو د تېريو» بندېدو او پر وړاندې یې د قانوني او اغېزناکو اقداماتو – لکه بندیزونه او د هېوادونو له لوري له اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پای ته رسولو غوښتنه وکړه او دغه‌راز غونډه کې ټینګار وشو چې پایدراه سوله یوازې د اشغال د پای ته رسېدو او د فلسطینیانو د حقونو د تامین له لارې شونې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.