Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر پر غزه د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي

کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): قطر د غزې نیولو لپاره د اسرائیلو ځمکنی برید د فلسطیني ولس پر وړاندې د نسل‌وژنې د جګړې دوام او د نړۍوالو قوانینو نقض بللی او ویلي یې دي چې اسرائیل د منظمو پلانونو له لارې د سیمې د سولې هیلې ته د زیان رسولو په هڅه کې دی.

د راپورونو له مخې، له پرون راهیسې پر غزه د اسرائیلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیان وژل شوي او ۳۶۷ نور ټپیان شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد دولت هغه پراخ ځمکنی برید چې اسرائیلو د غزې د نیولو لپاره پیل کړی، په سختو ټکو غندي.

سرچینې لیکلي چې دغه اقدام د فلسطین ولس پر وړاندې د نسل‌وژنې د جګړې دوام او د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې اسرائیل د منظمو پروګرامونو له لارې د سیمې د سولې هیلې ته زیان رسوي او دغه پلانونه د سیمه‌ییزې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

خبرپاڼه کې راغلي: «دغو پلانونو کې د غزې پر وړاندې د وحشیانه نسل‌وژنې جګړه، د ښارګوټي جوړونه، استعماري او نژادپرستانه تګلارې چې د ځان‌غوښتنې، تېري او خیانت پر منطق ولاړې دي، شاملې دي. دا وضعیت قاطع نړیوالې همغږۍ ته اړتیا لري څو اسراییل د مشروع نړیوالو پرېکړه‌لیکونو عملي کولو ته اړ کړي.»

سرچینې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د فلسطین دولت پايښت لپاره د قطر دولت پر تلپاتې او ثابت دریځ ټینګار کړی دی.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې دغه دریځ د مشروع نړیوالو پرېکړه‌لیکونو او د دوه دولتونو د حل پر بنسټ ولاړ دی او په ۱۹۶۷م کال کې د فلسطین د یوه خپلواک دولت د جوړېدو تضمین کوي چې ختیځ بیت‌المقدس یې پلازمېنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د عربي – اسلامي هېوادونو د مشرانو بېړنۍ ناسته کې چې دوشنبې (۲۴ وږی) په دوحه کې ترسره شوه، د «اسراییلو د تېري» د درولو او د هغې پر وړاندې د قانوني او اغېزمنو تدابیرو – لکه بندیزونو او د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پرېکون – غوښتنه وشوه او ټینګار یې وکړ چې تلپاتې سوله یوازې د اشغال په پای ته رسېدو او د فلسطینیانو د حقونو په تحقق سره شونې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.