جلالاباد (پژواک، ۲۶ وږي ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې د یوه ټکسيچلوونکي د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو څو ورځې مخکې د جلالاباد ښار له دوسرکې ساحې یو موټر دربست کړی و او بیا یې د بهسودو ولسوالیو مربوطاتو کې د هغه چلوونکی وژلی او موټر یې بیولی و.
خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو دغه موټر د پلور لپاره بټيکوټ ولسوالۍ ته بیولی و او هلته د امنیتي کسانو له لوري ونیول شو.
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې نیول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP