Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند وژل شوی

کندهار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند وژل شوی دی.

یوې باوري سرچینې پژواک خبري خبري اژانس ته وویل، د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند حاجي داوودشاه څو ورځې مخکې له کاناډا افغانستان ته راغلی و او د کندهار ښار د دوییمې امنیتي حوزې اړوند مدد چوک سیمه کې په خپل کور کې اوسېده.

هغه وویل چې وړمه ورځ نوموړی په خپل کور کې وژل شوی، تېره ورځ یې د جنازې مراسم ترسره شوي دي او ‎ په اړه یې نور کره معلومات نشته دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید هم تاییدوي چې دغه پېښه شوې او وایي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

فریبا احمدي کاکړ د پخواني حکومت پر مهال په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې وه او اوسمهال په کاناډا کې ژوند کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.