Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر غزه د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۸۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائيلو د تېرې ورځې په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې ۸۱ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

الجزیرې د غزې د روغتيايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ پر غزې د اسرائیلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۸۱ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ‎

د راپورونو له مخې، وړمه ورځ هم غزه کې د اسرائيلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۰۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی وو  او ۳۶۷ نور ټپیان شوي وو.

د الجزیرې په راپور کې راغلي چې پر غزه د اسرائیلو بریدونو له پيل راهیسې تر ۶۵ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۶۵۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عربي – اسلامي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزه چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په دوحه کې جوړه شوه، د «اسرائیلو د تېريو» بندېدو او پر وړاندې یې د قانوني او اغېزناکو اقداماتو – لکه بندیزونه او د هېوادونو له لوري له اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پای ته رسولو غوښتنه وکړه او دغه‌راز غونډه کې ټینګار وشو چې پایدراه سوله یوازې د اشغال د پای ته رسېدو او د فلسطینیانو د حقونو د تامین له لارې شونې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.