Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام؛ افغانستان نن د بل پړاو لپاره له سریلانکا سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي؛ افغان لوبډله که بریا خپله کړي، د دغو سیالیو بل پړاو ته به لار ومومي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د افغانستان پر وخت نن ماښام اووه بجې د ابوظبۍ کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

افغان لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې له دې مخکې دوې لوبې ترسره کړي چې په لومړۍ لوبه کې یې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه او دویمه لوبه یې بنګله‌دېش ته وبایلله او افغانستان که نننۍ لوبه وګټي نو په دغو سیالیو کې به بل پړاو ته لار ومومي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.