فراه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): فراه ولایت کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په شخصي پانګه د اوړو د تولید یوه کارخونه نن د ځايي مسوولینو او یو شمېر سوداګرو په شتون کې پرانیستل شوه.
د فراه د والي ویاند مولوي رحیمالله محمود د دې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې تېرو جګړو ته په کتو، اوسني امنیتي وضعیت په هېواد کې هر ډول پانګونې ته زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه چې ټول خلک، ملي سوداګر او پانګوال کولای شي له هر ډول وېرې پرته په هېواد کې ژوند او پانګونه وکړي.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمسالحق اجمل وویل چې د اوړو د تولید دغه کارخونه په شپږو میاشتو کې د یوه ملي سوداګر له لوري جوړه شوې ده.
هغه وویل چې د یادې کارخونې په جوېدو سره شاوخوا ۲۵ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې کارخونې مسوول محمدداوود وویل چې د پرانیسې په دغو مراسمو کې د ولایت د رهبرۍ، ځايي مسوولینو او خلکو پراخ ګډون، له سوداګرو او پانګوالو د دوی د بشپړ ملاتړ ښکارندويي کوي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې یاده کارخونه اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ ټنه اوړو د تولید ظرفیت لري خو د برېښنا د ستونزې هوارېدو په صورت کې به یې تولیدات زیات شي او اوړه به نورو هېوادونو ته هم صادر کړي.
د دې کارخونې یوه کارکوونکي عتیقالله له نورو سوداګرو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي څو د ده په شان نورو بېکاره ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.
د یادولو ده چې له دې مخکې د خصوصي سکټور په مرسته په فراه ولایت کې د اوړو د تولید یوې بلې کارخونې هم فعالیت پیل کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP