کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د امر باالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې د رواني ناروغانو د راټولولو لړۍ له پیله تراوسه یې د هېواد په کچه ۱۵۱۰ ناروغان راټول کړي او د درملنې لپاره یې سرې میاشتې ته سپارلي دي.
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو د روانې وږي میاشتې په ۱۱مه خبر ورکړ چې د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، په ټول هېواد کې معذور (نارینه او ښځینه لېونیان) وګړي راټولوي او د درملنې او پالنې په موخه یې سرې میاشتې ته سپاري.
د یاد وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر په دې اړه په یوه غږیز کلېپ کې ویلي چې تر دا مهال د ټول هیواد په کچه ۱۵۱۰ رواني ناروغان راټول شوي دي.
ده ویلي چې ډېر دغه رواني ناروغان په فاریاب او هرات ولایتونو کې راټول شوي دي.
هغه زیاتوي چې یاد کسان د اړوندو ولایتونو د سرې میاشتې ولایتي ریاستونو او په مرکز کې د سرې میاشتې مرکزي ریاست ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP