کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): م.م په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلی خو د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت دا اندېښنه بېځایه بللې او ویلي یې دي چې دغه وزارت د ښځو حقونو ته ژمن دی او نړۍوالې ادارې باید د راپورونو په خپرولو کې باوري سرچينې وکاروي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترېش تېره ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې پولیسو او د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت محتسبینو د روان میلادي کال په جولای میاشت کې «لږ تر لږه ۶۰ ښځې د حجاب د نقض په تور د کابل له بېلابېلو سیمو نیولې دي.»
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، د تل په څېر ځينو مغرضو ادرسونو ادعا کړې چې ګواکي محتسبینو په کابل ښار کې ښځې بېدلیله نیولې او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په حقیقت کې دغه راپور بېبنسټه، له واقعیتونو لرې او د عامه ذهنونو ګډوډولو او د حقایقو د تحریفولو یوه ناکامه هڅه ده.
یاد وزارت لیکلي چې د امربالمعروف وزارت د ښځو د ټولو شرعي حقونو تأمین ته ژمن دی او په دغه برخه کې یې په تېرو څلور کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې ديږ
سرچینې د بېلګې په توګه ویلي چې یوازې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ښځو د حقونو اړوند ۳۸۲ قضیې حل کړې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو قضيو کې د اجباري نکاح، کورني تاوتریخوالي، مهر، میراث، کورني بند او ورته نورې پېښې شاملې دي چې مخه یې نیول شوې ده.
یاد وزارت زیاته کړې: «له نړیوالو ادارو، رسنیو او ادرسونو څخه جدي غوښتنه کوو چې د راپورونو په خپرولو کې موثقې سرچينې وکاروي، د بې پلوۍ او دقت اصولو ته پام وکړي او د هغو راپورونو له خپرولو دې ډډه وکړي چې د افغانانو له اسلامي ارزښتونو او ملي واقعیتونو سره په ټکر کې وي.»
سرچېنې زیاته کړه د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او هېچاته به اجازه ورنه کړي چې په ناحقه د چا حقونه تر پښو لاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP