Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مجاهد: د ملګرو ملتونو سرمنشي باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه واوسي

 کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند، د یوناما په اړوند ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې «نوموړی باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه واوسي او بې‌سنجشه توري ونه‌کاروي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون سه‌شنبه نیویارک کې له خبریالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د اسلامي امارت پرېکړه «احمقانه» بللې وه.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دیادو څرګندونو په غبرګون کې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه بې مسوولیته څرګندونې په کلکه غندو چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه اقدامات احمقانه بللي وو.»

هغه زیاته کړې، د ملګروملتونو سرمنشي باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې‌سنجشه توري ونه کاروي.

مجاهد لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌وو په اړه قوانین اولارښوونې د اسلامي شریعت پربنسټ دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: «که څوک په خپله د شرعي قوانینو په اړه معلومات ونه لري، دا د هغو خپله ناپوهي ده چې باید د نورو د تورنیدو پرځای خپل معلومات بشپړ کړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.