Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د مسافروړونکو موټرو لپاره معیاري تم‌ځای جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د لوګرسیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ترانسپورټ د تنظم په موخه د مسافروړونکو موټرو لپاره یو معیاري تم‌ځای جوړېږي.

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي پل‌علم کې یوې غونډې ته ویلي چې د یوه معیاري ترمینل جوړېدو لپاره د ولایت مقام په مشري د ښاروالۍ، ټولګټو، ټرانسپورت، ښار جوړونې او علماوو شورا ریاستونو یوه ګډه کمېټه ګومارل شوې او ډېر ژر به د یاد ترمینل د جوړېدو عملي چارې پيل شي.

ایوبي زیاته کړې، پل‌علم ښار کې یو مجهز او منظم تم‌ځای نه یوازې د ښاري ترانسپورټ وضعیت ښه کولای شي، بلکې د ګډوډۍ او ګڼې‌ګوڼې کمولو او دغه‌راز د مسافرو هوساینه کې هم ډېره مرسته کوي.

هغه همدارنګه وایي، د دغه ترمینل جوړېدو لپاره په پل‌علم ښار کې ځای ټاکل کېږي او وروسته به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

د لوګر ولایت یوه اوسیدونکي خیرالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د حکومت له لوري په مرکز پل علم کې د موټرو یو معیاري ترمینل جوړېږي.

نوموړي وویل، د پل‌علم ښار اوسېدونکو تر ټولو لویه ستونزه ښار کي د ترافیکي نظم او د موټرو تم‌ځایونو نشتون او همدارنګه د ښار داخلي سړکونو خرابوالی دی.

لوګر کې چارواکي په داسې حال کې په پل‌علم ښار کې د موټرو معیاري تم‌ځای د جوړېدو خبره کوي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار اوسېدونکي او موټرچلوونکي د ښار د داخلي سړکونو خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.