کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له یوه داخلي شرکت سره یې د ۱۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې د سرب او جستو د پروسس یوې فابریکې جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د «کابل لمر منصور احمدزي» شرکت له رییس سره د سرب او جستو یوې فابریکې د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې دغه فابریکه به د ۱۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې سره په درېیو پړاوونو کې جوړه شي او د ورځې به تر ۵ زره ټنو پور د تولید ظرفیت ولري.
د کانونو او پټرولیم وزارت د دې پروژې په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شرکت د فابریکې د اړینو برېښنايي اړتیاوو پوره کولو لپاره د حرارتي برېښنا دستګاو جوړوي او د خامو موادو برابرولو په موخه به د ډبرو سکرو پر یوه کان هم پانګونه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP