غزنيښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): غزني کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د کورنیو تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.
د غزني د صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالرحمن احمدي وویل، یاد نندارتون د دغه ریاست په همغږۍ او د ګډوالو نړۍوالې ادارې (IOM) په مالي ملاتړ پرانیستل شوی دی.
د هغه په وینا، دغه نندارتون په ۶۰ غرفو کې چې ۴۵ یې د نارینهوو او ۱۵ یې د ښځو اړوند دي، بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي
ده زیاته کړه: «په دغه نندارتون کې مختلفو شرکتونو ګډون کړی او دا به د دوی لپاره د بازارموندنې او د داخلي توکو حمایت په برخه کې ګټور و اوسي.»
د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمتین قلندري وویل، دا په تېرو دوو کلونو کې دوهم ځل دی چې په غزني کې د صنعتکارانو او متشبثینو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د صنعتي پارکونو، برېښنا او بازارموندنې په برخو کې لا هم جدي ستونزې موجودې دي او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې، د IOM استازي میوند کوچي وویل چې دوی هڅه کوي د کورنیو شرکتونو په ملاتړ کاري فرصتونه رامنځته او د کډوالۍ کچه راټیټه کړي.
د یاد نندارتون ګډونوال خوښ دي او وايي، داسې پروګرامونه د کورني تولیداتو لپاره په بازارموندنه کې مرسته کوي او خلکو ته د کورنیو تولیداتو په اړه پوهاوی ورکوي.
د نندارتون یوه ګډونوال محبالله خپلواک پژواک ته وویل چې دغه ډول نندارتونونه د داخلي تولیداتو د پېژندلو لپاره خورا مهم دي.
نوموړي وویل: «تولیدات ډېر دي خو مارکېټېنګ ورته نه دی شوی، په همدې خاطر دلته اکثره خارجي مواد راځي نو په دې اساس د دې نندارتون یوه مهمه ګټه دا ده چې، زموږ تولیدات به بازار ته وړاندې شي.»
د نندارتون ګډونوالو دغهراز له حکومته غوښتنه وکړه چې د بهرنیو توکو پر وارداتو مالیات لوړ کړي څو خلک د کورنیو تولیداتو کارونې ته وهڅېږي.
باید وویل شي چې تېر کال هم په غزني کې د «افغانستان ګنجینه» تر نوم لاندې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شوی و چې ۱۱۰ کارخونو خپل ډول ډول تولیدات پکې نندارې ته وړاندې کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP