کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): سیمهییز مسوولین وایي، په غزني او میدان وردګو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې مخکي د دغه ولایت د ګيلان ولسوالۍ اړونده جنډې بازار ته څېرمه د دوو مسافر وړونکو موټرو ټکر کړی دی
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې وروسته د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار په لويهلار د شنیز درې د لوړې په سیمه کې د ۴۰۴ ډوله، ټوډي او کرولا ډوله موټرو هم ټکر کړی دی.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دغه پېښه اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.