Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسېده

مهترلام (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمنې چې د داوړو لورو ۱۲ کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې وه، د سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د لغمان ولایت مقام د رسنیو او اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې چې دغه دښمني ۱۳ کاله مخکې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند شکۍ کلي کې د حاجي جنت‌ګل او مولانورخېل کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه دیارلس کلنه دښمنۍ کې د دواړو لورو ۹ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو.

سرچینې زیاته کړې چې یاده دښمنې د سیمه‌ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په هڅو پای ته ورسېده.

د سرچینې په وینا، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د الیشنګ ولسوالی عبدالقاهر متوکل وویل: «موږ د لغمان په بېلابېلو ولسوالیو کې سلګونه دښمنۍ په دوستۍ بدل کړې دي چې دا کار د خپل ځان لپاره عبادت بولو او تل هڅه کوو چې زموږ ولسونه د جګړې له ویرې خلاص او د سولې، امن او خوښۍ په فضا کې ژوند وکړي.»

د غونډې نورو ګډونوالو، قومي مشرانو او علماوو هم د دې روغې جوړې هرکلی وکړ او د دغه ډول اختلافونو حل یې د یووالي، سولې او سوکالۍ لپاره مهم او ارزښتناک ګام وباله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.