Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخي: په افغانستان کې زنداني شوې برېټانوۍ جوړه خوشي شوه

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): د بهرنیو چار وزارت ویاند وايي چې په افغانستان کې زنداني شوې برېټانوۍ جوړه پيټر او باربي رېنولډز یې خوشي کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغو دوو برېټانیوي وګړو د افغانستان قوانین نقض کړي وو او له قضايي طی مراحلو وروسته له زندانه خوشي شول.

نوموړي څرګنده کړې چې د بندیانو موضوع باید سیاسي نه‌شي او افغانان هم چې هر ځای کې دي، باید د کنسولي خدمتونو زمینه ورته برابره شي.

بلخي د دې برېټانوۍ جوړې د خوشي کېدو په برخه کط د قطر له هڅو مننه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړې: «په دې برخه د ورور هېواد قطر له صادقانه هڅو او منځګړيتوب څخه مننه کوو چې پلاوی یې د برېټانيا د ځانګړي استازي رېچارد لينډسي سره يو ځای افغانستان ته راغلی و او برېټانوي اتباع ورته وسپارل شول.»

د یادونې ده، پيټر رېنولډز او مېرمن یې باربي رېنولډز د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پرمهال نیول شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.