Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلالي: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هيڅکله پوځي حضور نه‌دی منلی

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هيڅکله پوځي حضور نه دی منلی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د برېټانیا له لومړي وزیر کی‌یر سټارمر سره په خبرو کې ویلي چې حکومت یې هڅه کوي څو په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ ویلي: «په هر حال، موږ کوښښ کوو چې بیا بګرام تر لاسه کړو. دا به یو عاجل خبر وي… ځکه هغوی [طالبان] له موږ څخه شیان غواړي، موږ دا اډه بېرته غواړو.»

په همدې حال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د ټرمپ د یادو څرګندونو په غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی: «پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی، مگر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.»

نوموړي دغه‌راز ویلي چې افغانستان او امريکا له يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو گټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري.

جلالي دغه‌راز زیاته کړې: «ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر بگرام د معاملې خبره کړې نوموړی تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بگرام د بېرته اخيستو يادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.