Language

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: په قطر کې د کار لپاره د کارګرو د نوم‌لیکنې بهیر پای ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې په قطر کې د مسلکي او تخصصي بستونو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر پای ته رسېدلی او له هېوادوالو یې غوښتي چې په دې نوم خپل اسناد او پیسې هېڅ کوم بنسټ یا شخص ته ورنه کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي په یوه وېډیويي کلېپ کې ویلي چې په قطر کې د مسلکي او تخصصي بستونو لپاره د افغان کارګرو د نوم‌لیکنې موده پای ته رسېدلې ده او په قطر کې د مسلکي او تخصصي بستونو لپاره شرکتونو او اشخاصو ته د اسنادو او پیسو سپارل به یوازې د مالي سرچینو ضایع کېدو لامل شي او هیڅ مثبته پایله به ونه‌لري.

د هغه په ​​خبره، د قطر له دولت سره د هوکړې پر بنسټ، هېوادوالو په درېيو پړاوونو کې نوم‌ليکنه کړې وه او دا لړۍ پای ته رسېدلې ده.

ابراهیمي زیاته کړې، که چېرې په راتلونکې کې دا ډول کوم پروګرام بیا پیل شي، د کار وزارت به د رسمي اعلامیې له لارې خبر ورکړي.

هغه له هېوادوالو غوښتي چې په دې برخه کې د جعل او فرېب ښکار نشي.