Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت لغوه کوي

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی چې په ایران کې پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت لغوه کېږي.

انډین اکسپرس راپور ورکړی چې پر دغه ستراتیژیک بندر بندیزونه به د سپتمبر له ۲۹مې نیټې؛ یعنې شاوخوا لس ورځې وروسته پلي شي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم دغه اقدام په اصل کې پر ایران اغېز کړی؛ خو دا به پر هند هم منفي اغېز ولري؛ هغه هېواد چې له ایران سره د دغه بندر د پراختیا په حال کې دی او دا چاره به منځنۍ آسیا ته او افغانستان د هغه لاسرسی سخت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند توماس پیګوټ په یوه بیانیه کې ویلي: «… د ایران د منزوي کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د زیات فشار له پالیسۍ سره سم، د بهرنیو چارو وزیر د آزادۍ او د ایران د وسلو د پراخېدو د مخنیوي قانون (IFCA) تر چتر لاندې په ۲۰۱۸ کې د صادر شوو بندیزونو معافیت د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر له ۲۹مې لغوه کړی.»

هغه زیاته کړې چې دغه اقدام د ایران د «منزوي کولو» لپاره د ډونالډ ټرمپ د زیات فشار پالیسۍ سره سمون لري.

د یادونې ده چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر پروژه له بندیزونو څخه معاف کړې وه.

چابهار د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ژورو اوبو بندر دی. دغه بندر هند ته د ایران تر ټولو نږدې بندر دی او په ازاد سمندر کې موقعیت لري چې د لویو باروړونکو کښتیو لپاره اسانه او خوندي لاسرسی برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.