پلعلم (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، په دغه ولایت کې حضرت محمد (ص) ته د منسوبې خرقې شریفې لپاره د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.
د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې د حج او اوقافو وزارت، د لوګر ولایت سیمهییزو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي وویل، دغه ودانۍ د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې د حج او اوقافو وزارت له لوري د مرکز پلعلم ښار اړوند د «عبدالله ابن مسعود» جامع جومات کې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د دې ودانۍ جوړول نه یوازې د لوګر ولایت اوسېدونکو، بلکې د ټول هېواد افغانانو لپاره قیمتي میراث او ویاړ دی.
بلخوا، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عارفالله عارف وویل، دا ودانۍ حضرت محمد (ص) ته د منصوبې خرقې شریفې د خوندي ساتلو لپاره جوړېږي.
د یادونې ده، دا خرقه شریفه له دې وړاندې د لوګر په ازره ولسوالۍ د یوه کس په کور کې ساتل کېده چې وروسته د ا.ا مسؤولینو له لوري مرکز پلعلم ته راولېږدول شوه او پرېکړه وشوه چې د دې خرقې خوندي ساتلو لپاره به یوه معیاري ودانۍ جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP