Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د کرنیزو اوبو یو کانال ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کندهار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د په میوند ولسوالۍ کې د ۲۹۱ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل د شنبې په ورځ پژواک ته وویل، دغه کانال د میوند ولسوالۍ په قباط کلي کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د ۲۹۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې کانال ۵.۱ کیلومتره اوږدوالی او د ۶۳۰ هکټاره کرنیزو ځمکو خړوبولو ظرفیت لري.

د ده په وینا، د کانال له جوړېدو سره به څه باندې ۲۰۳۳ کورنۍ په مستقیم ډول د اوبو لګولو له اسانتیاوو برخمنې کېږي.

دا  په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار د نېښ ولسوالۍ په میانکوه سیمه کې د ۴،۴ میلیون افغانیو په لګښت یو بل کانال ګټې اخستنې ته سپارل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.