Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مالدیف ته ۱۰ پر ۱ ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې مالدیف ته لس پر یو ستره ماته ورکړه.

د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي نن مازدیګر (شنبه) د میانمار په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د مالدیف پر وړاندې ولوبېدل او په پای کې یې مالدیف ته ۱۰ پر ۱ ماته ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان له لوري اکبر کاظمي، محمد مرادي، سید حسین موسوي، فرزاد محمودي، حمیدرضا حسيني، علي امیري، رضا حسین‌پور او عباس حیدري ګولونه ووهل.

د یادونې ده، د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړي په دې سیالیو کې په H ګروپ کې د مالدیف او میانمار له ټیمونو سره یوځای دي او ټاکل شوې چې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د میانمار پر وړاندې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.