Language

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د مالدیف پر وړاندې لوبه ترسره کوي

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال کمېټې اعلان کړی چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به نن د ۲۰۲۶ د اسیا ملتونو جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د مالدیف ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

د فوټسال کمېټې پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان ملي لوبډله به نن د ۲۰۲۶ د اسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په ترڅ کې د مالدیف لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

د افغانستان او مالدیف ترمنځ لوبه نن د کابل پر مهال د ماسپښین ۲:۰۰ بجې په میانمار کې پیلېږي.

د یادونې ده چې د افغانستان فوټسال ملي‌پوښان په دې سیالیو کې په H ګروپ کې د مالدیف او میانمار له ټیمونو سره یوځای ده او ټاکل شوې چې خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د میانمار پر وړاندې ترسره کړي.