Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام؛ د دویم پړاو لومړۍ لوبه نن د بنګله‌دېش او سریلانکا ترمنځ ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې نن د سریلانکا او بنګله‌دېش ترمنځ لومړۍ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ د روانې سمپټمبر میاشتې له نهمې نېټې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

په دغو سیالیو کې افغانستان د یوې لوبې په ګټلو او دوو په بایللو سره له مخکې تګه پاتې شو، د هانګ‌کانګ، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې هم له دې سیالیو وتلې دي.

د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام سیالیو کې هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سریلانکا د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.

همدارنګه د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې به نن د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیل شي.

د یادونې ده، د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو پای‌لوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.