کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند پر دې د ټینګار ترڅنګ چې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته مسایل دې د خبرو اترو له لارې حل شي، زیاته کړې چې ټيټيپي د پاکستان یوه کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید هغې ته خپله د حل لار پیدا کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د مطالعاتو او امنیتي څېړنو له مرکز سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د ورورۍ فضا غواړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو اترو او ناستو له لارې حل شي او ټولو مسایلو ته مناسبه او معقوله حل لار وموندل شي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانان هيڅ وخت په پاکستان کې د ناامنۍ غوښتونکي نه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې عادي کولو او پياوړتیا ته اړتیا لري.
هغه څرګنده کړې، بايد هڅه وشي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې شي او د متقابل باور فضا حاکمه وي.
د اسلامي امارت وياند دغهراز د ټيټيپي (تحریک طالبان پاکستان) په اړه وويل چې د ټيټيپي موضوع له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري، دغه موضوع له ۲۰۰۳ کال راهيسې روانه ده، نوې نه ده او د پاکستان کورنۍ موضوع ده چې اسلاماباد باید ورته يوه کورنۍ حل لار پيدا کړي او د هغې له امله خپلې اړيکې له افغانستان سره خرابې نه کړي.
هغه د پاکستان له ديني عالمانو هم غوښتنه کړې چې په سیمه کې د ارامۍ او سولې د تامین لپاره او د حکومت او عامو خلکو په کچه له افغانستان سره د ښو اړیکو رامنځته کولو لپاره له خپل رول څخه کار واخلي.
د هغه په وینا، افغانستان هم هڅه کوي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد استفاده ونه شي او اسلامي امارت په وار وار په دې اړه خپل دريځ څرګند کړی او نيت يې هم همدا دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف ويلي وو چې اسلامي امارت بايد روښانه دريځ غوره کړي او د وسلهوالو او پاکستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.
هغه ادعا کړې وه چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګريزو بريدونو مشران او طراحان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، هغه ادعا چې تل د اسلامي امارت له خوا رد شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP