کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): والسټریټ ژورنال د باخبره کسانو له قوله لیکلي چې د بګرام هوايي ډګر د بېرته نیولو په اړه د امریکا د ولسمشر اعلان ښايي له کابل سره د اړیکو د بېرته عادي کېدو لپاره د یوې ډیپلوماتیکې هڅې برخه وي. زلمي خلیلزاد هم ویلي چې دواړه هېوادونه به د اړیکو له پیاوړي کېدو ګټه پورته کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «موږ د بګرام ترلاسه کولو لپاره له هرې لارې هڅه کوو؛ دا به یو بېړنی خبر وي… ځکه هغوی [اسلامي امارت] له موږ ځیني نور شیان غواړي، موږ غواړو اډه بېرته ترلاسه کړو.»
ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «افغانانو د تاریخ په اوږدو کې نظامي حضور نه دی منلی او دا احتمال په مذاکراتو او د دوحې په هوکړهلیک کې بشپړ رد شوی دی.»
هغه زیاته کړې چې افغانستان او متحده ایالت یو له بله سره تعامل ته اړتیا لري او دوی کولای شي د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري، پرته له دې چې واشنګټن د افغانستان په هيڅ برخه کې نظامي حضور ولري.
والسټریټ ژورنال د هغو کسانو له قوله چې د مذاکراتو له بهیره خبر دي، لیکلي چې د ټرمپ ادارې چارواکي له کابل سره د خبرو په حال کې دي، «څو بیا د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کې د متحده ایالتونو یو کوچنی نظامي حضور جوړ کړي او له هغه ځای د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پیل د ټکي په توګه ګټه واخلي.»
سرچینه زیاتوي: «باخبره کسانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ له لوري د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو غیرمنتظره اعلان کولای شي له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو لپاره د پراخې ډیپلوماټیکې هڅې یوه برخه وي.»
والسټریټ ژورنال د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، دغه خبرې اترې چې بندیانو ته د رسېدنې او ځواب لپاره د امریکا د ځانګړي استازي اډام بولر تر مشرۍ لاندې روانې دي، «د بندیانو احتمالي تبادله، یوه احتمالي اقتصادي هوکړه او یو امنیتي اړخ پهکې شامل دي.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د هيڅ هېواد نظامي حضور نهمني.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان او امریکا به دواړه د اړیکو له پياوړتیا ګټه واخلي.
هغه زیاتوي: «د امریکا لپاره یو واضح او مهم اړخ له ترهګرۍ سره مبارزه ده؛ افغانان د غوره اړیکو لټولو لپاره خپل ځانګړي دلایل لري، د بېلګې په ډول د ګاونډیانو له لوري هغه ګواښونه او ننګونې چې ورسره مخ دي.»
د هغه په وینا، اوسمهال بېړنی خنډ د بندیانو موضوع ده او ډېره اړینه ده چې دغه خنډ ژر تر ژره له منځه ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP