Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پرتګال فلسطین په رسمیت پېژني

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې سبا (یک‌شنبه) به فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني.

رویټرز د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به خپله یاده پرېکړه سبا عملي کړي.

یاد وزارت زیاته کړې چې پرتګال به فلسطین په رسمیت وپېژني، لکه څنګه چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پایولو رانګل مخکې اعلان کړی و. د فلطسین د په رسمیت پېژندو رسمي اعلان به سبا (یک‌شنبه، د سپټمبر ۲۱مه) خپور شي.

له دې مخکې د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر پايولو رانګل ویلي وو چې دغه هېواد د فلسطین د رسمیت پېژندنې د موضوع د څېړنې په حال کې دی.

فلسطین هېواد د ۱۴۷ هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل شوی؛ په ۲۰۲۴ کال کې متحده ایالتونو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب ویټو کړ. له ۲۰۲۴ کال راهیسې د ایرلینډ، ناروې، اسپانیا، ارمنستان او فلسطین په ګډون ۱۰ هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.