Language

غزني کې د کرکټ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال سیالۍ د شلګریانو کلب په اتلولۍ پای ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): د غزني ولایت د کرکټ مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د  د کرکټ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال سیالۍ د شلګریانو کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د کرکټ مسوول عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د دغه ولایت د کرکټ امریت د کلني پلان له مخې د ۲۴ راجسټرو کلبونو ترمنځ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه، د دغه ټورنمنټ په لړ کې ټولې ۶۳ لوبې ترسره شوې چې له ډلې یې د شلګریانو او مینه‌وال زلمو کلبونه پایلوبې ته ورسېدل.

د نوموړي په خبره، د پایلوبې پچه شلګریانو لوبډلې وګټله او خپله یې لومړۍ توپ‌وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه. د ده په وینا، مینه‌وال زلمي ونه توانېدل دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې په ۱۳۲ منډو وسوځېده.

پکتیال وویل، یادې سیالۍ د لوبغاړو د فزیکي او تخنیکي وړتیاوو لوړولو او د ولایتي سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره شوې.

هغه هیله‌مندي وښوده چې له دې لارې به ځوان استعدادونه د افغانستان کورني کرکټ ته ور وپېژندل شي.

بلخوا، د کرکټ لوبغاړي د دغسې سیالیو له ترسره کېدو خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ باید لا پراخې شي.

د یادو لوبو یوه لوبغاړي رحمان‌الله رحماني پژواک ته وویل، دوی د لوبغالو برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، هیڅ ډول معیاري لوبغالی نشته چې په ډاډه زړه لوبې په‌کې وکړي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د لوبغالو او ورزشي امکاناتو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

باید وویل شي چې کرکټ له پخوا پېژندل شوې لوبه ده، خو په غزني ولایت کې یې په وروستیو کلونو کې مینه‌وال ډېر شوي دي.

Related Topics