کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، امریکایي پلاوی کابل ته راغی، افغان چارواکو وویل، امریکا دې له افغانستان سره د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي او ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوایي ډګر د نیولو خبره وکړه؛ په داسې حال کې چې د ا.ا چارواکو بیا بیا ویلي چې په افغانستان کې د هيڅ هېواد پوځي حضور نه مني.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې د نیولو خبره کړې ده.
- جلالي: افغانانو د تاریخ په اوږدو کې هيڅکله پوځي حضور نه دی منلی
- د بګرام په اړه د ټرمپ خبرو ته د چین غبرګون: د تاوتریخوالي هڅې ملاتړ نه لري
- ملا برادر: امریکا دې له افغانستان سره د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي
- اوتونبایوا: نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده
- ګوټرېش: د م.م ادارو کې د افغان مېرمنو د کار مخنیوی «احمقانه» پرېکړه ده
- مجاهد د ګوټرېش څرګندونې غندي او وایي: د م.م سرمنشي باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه و اوسي
- مجاهد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول مسایل باید د خبرو اترو له لارې حل شي
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.
تېره اونۍ، کندهار کې ښار کې د پخوانۍ ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ خاوند په خپل کور وژل شوی او د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د دغه ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ په نښته کې یو غل وژل شوی دی.
دغه راز، تېره اونۍ د فاریاب ميمنې ښار کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
کابل ته د امریکایي پلاوي راتګ او د بګرام هوایي ډګر په اړه څرګندونې
د بندیانو په چارو کې د امریکا استازي اډم بولر په مشرۍ دغه پلاوی تېره اونۍ کابل ته راغی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد هم په دغه پلاوي کې شامل و. یاد پلاوي د افغانستان د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له وزیر مولوی امیرخان متقي سره ولیدل.
د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.
بولر ویلي وو چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی، دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي، هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو کوم څه وتپي.
ملا برادر ویلي وو چې امریکا دې له افغانستان سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي او د هېواد په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي.
دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ویلي وو، اوس د دې فرصت برابر شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.
تر دې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبې وویل، هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوایي ډګر بېرته ونیسي، ځکه چې له چین څخه، چېرته چې اټومي وسلې جوړېږي، یوازې یو ساعت واټن لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي د ټرمپ د یادو څرګندونو په غبرګون کې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پر مهال هم په بشپړ ډول رد شوی، مګر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.»
هغه دغهراز ویلي چې افغانستان او امريکا له يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري.
دغه راز، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان بیا د ټرمپ د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «چین د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. د افغانستان راتلونکی او برخلیک باید د افغانانو په لاس کې وي. زه غواړم ټینګار وکړم چې په سیمه کې د ترینګلتیاوو زیاتولو او تقابل رامنځته کولو هڅې خلکو ته د منلو نه دي. موږ له ټولو اړخونو غواړو چې د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره رغنده رول ولوبوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون ویلي و چې افغانستان یوازاد هیواد دی، مستقل هیواد دی، د هیڅ هیواد سره هم داسې تعامل نه کوي چې خپله خاوره دې د هغوی په اختیار کې ورکړي.
د ګوټرېش څرګندونو ته د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د اسلامي امارت پرېکړه «احمقانه» بللې وه.
دغه څرګندونې د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شوې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وویل: «موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه بېمسوولیته څرګندونې په کلکه غندو چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه اقدامات احمقانه بللي وو.»
هغه ویلی وو چې د ملګرو ملتونو سرمنشي باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بېسنجشه توري ونه کاروي.
مجاهد ویلي، افغانستان کې د ښځو او نارینهوو په اړه قوانین او لارښوونې د اسلامي شریعت پر بنسټ دي.
د امنیت شورا ناسته
تېره اونۍ، په افغانستان کې د یوناما مشرې د امنیت شورا غونډه کې ویلي چې نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارده ډالر مرسته کړې او د ځینو راپورونو خلاف، د دې مرستې ډېره برخه د ا.ا د چارواکو له مداخلې پرته وېشل شوې ده.
اوتونبایوا ویلي چې له درېنیمو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل به افغانستان ته اوږدمهاله ستر زیانونه واړوي. د هغې په وینا، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یوې وروستۍ سروې ښودلې چې ډېری افغانان د نجونو پر زدهکړو له بندیز سره مخالف دي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې
تېره اونۍ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف ويلي وو چې اسلامي امارت بايد روښانه دريځ غوره کړي او د وسلهوالو او پاکستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.
ده ادعا کړې وه چې د پاکستان د وسلهوالو مخالفینو مشران د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ هغه ادعا چې اسلامي امارت بیا بیا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د مطالعاتو او امنیتي څېړنو له مرکز سره په تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د ورورۍ فضا غواړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
ده زیاته کړې چې افغانان هيڅ وخت په پاکستان کې د ناامنۍ غوښتونکي نه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکې عادي کولو او پياوړتیا ته اړتیا لري.
د اسلامي امارت وياند دغهراز د ټيټيپي (تحریک طالبان پاکستان) په اړه ویلي چې د ټيټيپي موضوع له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري، دغه موضوع له ۲۰۰۳ کال راهيسې روانه ده، نوې نه ده او د پاکستان کورنۍ موضوع ده چې اسلاماباد باید ورته يوه کورنۍ حل لار پيدا کړي او پر دې له افغانستان سره خپله اړیکې خرابې نه کړي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP